په کندهار ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې په منظم ډول هر مستحق ته (۴۰۳۷) افغانۍ ورکړل شوې.
د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فېروز د خیریه مؤسسې له کړيو مرستو یې قدرداني وکړه.
