په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول
د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه نغدي مرستې هم د لارې کرايې په موخه ورکړل شوې.
د ويلچرونو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست استازي او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
