د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل، په یادو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور مواد شامل وو. یادې مرستې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم حکمت الله بدري په شتون کې مستحقو کسانو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شوې. د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم له سلګونو تنو مستحقو کسانو سره د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې ورته مرستې ترسره شوې وې.
