د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

asad_admin
Sun, Jun 21 2026 3:53 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د اغېزمنې همغږۍ او د دوامدارې همکارۍ په پار ستاینلیکونه ورکړل.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د پلان، بهرنیو اړیکو او د تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب هم حضور درلود.

محترم وزیر صاحب، یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د یادې مؤسسې هڅې وستایلې او د وزارت سره یې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او په راتلونکو چارو کې یې ورته د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په بشپړې همغږۍ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې زرګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د فني او حرفوي زده کړو، د یتیمانو د کفالت، روغتیايي خدمتونو او همدارنګه د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش په برخو کې پراخې او اغېزمنې مرستې ترسره کړې دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS