په کاپیسا ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Wed, May 20 2026 2:01 PM
mmd

د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

یادې مرستې د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي ګل خان ګل محمد، د یاد ریاست آمر محترم مولوي شمس الرحمن حقاني او د خیریه مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.

محترم مولوي ګل خان ګل محمد د خیریه مؤسسې له مرستو  هر کلی وکړ او له نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر په لاسنیوي کې د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي څو د دې معزز قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې او اړتیاوو ته یې په ښه ډول رسیدنه وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS