په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو او مجردو شهیدانو له کورنیو سره نغدي ترسره شوې

asad_admin
Wed, May 20 2026 9:40 AM

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فیروز په مشرۍ یو درې کسیز پلاوي د شهیدانو کورنیو د پوښتنې په موخه ارغستان ولسوالۍ ته سفر وکړ، په دې سفر کې د (۶۲) مجردو شهیدانو او د (۱۲) فدایانو له کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه هم لیدنه وکړه، د غوره او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې اړوندو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي د‌ ارغستان ولسوالۍ له ولسوال سره د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د لا ښو خدمتونو وړاندې پر څرنګوالي خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS