د شهيدانو او معلولينو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سرپل ولايت له والي سره وکتل

asad_admin
Tue, May 19 2026 9:08 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت له والي محترم ملا احمدشاه دین دوست او راغلي پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې په سرپل ولایت کې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي، د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته د پر وخت رسېدنې او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سرپل ولایت له والي سره د لیدنې پر مهال وویل، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو ملاتړ خپل مهم مسؤلیت ګڼي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې کوي، محترم وزير صاحب ډاډ ورکړ چې وزارت به د سرپل ولایت له سیمه‌ییزې ادارې سره په همغږۍ د یادو قشرونو لپاره لا ښه او منظم خدمتونه وړاندې کړي او په دې سره به د هغوی حقوق لا خوندي شي.

همداراز، د سرپل ولایت محترم والي د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو وضعیت ته د ځانګړې او هر اړخیزې پاملرنې پر اهمیت ټینګار وکړ، نوموړي له محترم وزیر صاحب څخه وغوښتل چې د سرپل ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره حمایوي پروګرامونه لا پراخ کړي، د تثبیت او ثبت په بهیر کې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي او د یادو قشرونو لپاره مناسب او غوره چاپېریال برابر کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS