په کندهار ولایت کې د فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ درې کسیز پلاوي په سپین بولدک ولسوالۍ کې د (۳۰) تنو فدایانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې ترسره کړې.
نوموړي په یادې ولسوالۍ کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ارزونه ترسره کړه او د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لارښوونې وکړې.
محترم حاجي ملا عبدالقاهر فېروز د سپین بولدک ولسوالۍ له ولسوال سره لیدنه وکړه او د هغوې څخه یې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندي کولو په برخه کي د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
