Assistance provided to 8 war victim families in Laghman Province

content_admin
Thu, Nov 07 2019 9:55 AM
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت نن د کومک موسسې په همکارۍ د دې ولایت له اتو جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته وکړه.

دا مرستې د لغمان د شهیدانو او معلولینو چارو آمر ښاغلي بشیر احمد حقپال له لوري پر مستحقو کورنیو په مساوي او عادلانه توګه ووېشل شوې.

په یادو مرستو کې، چې ټولې دولس کڅوړې وې، بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو. ښاغلي حقپال د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې د دغو مرستو ټولیزه بیه (۱۵۲۴۰۰) افغانۍ کېږي او هرې کورنۍ ته غوړي، اوړه، مالګه، چای، لوبیا او د پخلنځي بشپړ وسایل ورکړل شوه.

د مرستو ترلاسه کوونکو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري دوی سره د داسې مرستو له ترسره کولو مننه وکړه او خوښي یې وښوده، چې ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کېږي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS