په ننګرهار ولایت کې (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Tue, Apr 14 2026 9:01 AM
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د‌ یتیمانو د‌ ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د ليف خيریه مؤسسې سره په همغږۍ په کامې ولسوالۍ کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې.

په يادو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او نور مواد شامل وو.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د خیریه مؤسسو او بنسټونو سره په همغږۍ به د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي، تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی او اغېزمن ملاتړ شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS