د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

asad_admin
Wed, Mar 18 2026 10:56 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دې هوکړه لیکونو پر اساس به، په بلخ او لوګر ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۲۱۰۰) تنو مستحقینو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د لبنیاتو تولید او پروسس، د سبزیجاتو د کرنې په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي. همداراز یادو کسانو ته به د فراغت وروسته د کار د پيل کولو لپاره اړین وسایل او امکانات هم برابر شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مؤسسې استازي محترم عبدالعزیز آخند زاده ترمنځ لاسلیک شول، د لوګر او بلخ ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به د (۱۰) میاشتو په موده کې تطبیق شي.

محترم مولوي ثناءالله فرقاني د یادې خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې او اړتیاوې ورسره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو لاسنیوی او ملاتړ د ټولنې د هر وګړي ګډه انساني او اخلاقي دنده ده او ټول باید د خپل وس او توان په اندازه د دغو اړمنو قشرونو ملاتړ وکړي او د هغوی لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS