Officials visited the process of establishing a single system for registration of disabled people and heirs of martyrs
د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د ثبت په موخه د واحد سیستم د جوړېدو له کاري پروسې لیدنه وشوه
د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او مرکزي احصایې عمومي ریاست استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په مشرۍ د دې وزارت د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د معلولیت لرونکو وګړو او شهیدانو وارثینو د ثبت د واحد سیستم د کاري بهیر په اړه ناسته وکړه.
د دغه سیستم د جوړېدو کاري بهیر په اړه ښاغلي آریوبي د یادو ادارو استازو ته معلومات ورکړه وویل، چې وزارت د یاد سیستم جوړونکې ډلې ته مناسب کاري ځای او امکانات برابر کړي او وخت پر وخت یې له کارونو لیدنه او څارنه کېږي.
د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د مرکزي احصایې استازو، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره په مشترکه توګه د دې سیستم په جوړولو بوخت دي، د نوي ډېتابېس په اړهخپل نظرونه شریک کړه.
له عمومي غونډې وروسته ښاغلي آریوبي او پلاوي د نوي جوړېدونکي ډېتابیس له کاري بهیره لیدنه وکړه او د مسولینو نظرونه او غوښتنې یې واخیستې.
د یادونې وړ ده، چې د دغه ګډ سیستم کار څه مهال مخکې پیل شوی او موخه یې دا ده چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست معلول شوي سرتیري او د شهیدانو کورنۍ به پکې ثبت او دوی ته به خپل حقوق، امتیازات او د ځمکو وېش په اسانه او شفافه توګه ورکول کېږي. د دې سیستم په بشپړېدو سره به د دریو نظامي ادارو د شهیدانو او معلولینو د ثبت پروسه اسانه او روڼتیا رامنځته شي او تر څنګ به یې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او یادې درې ادارې سره ونښلول شي.