په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه
د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
د يادو مرستو د وېش پر مهال د بلخ ولایت اړوند د بلخ ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدير او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
