په پکتیا ولایت کې پر (۸۰۰) مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (۸۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مولوي محمد رسول حنفي د معلولینو او یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې د خیریه مؤسسې هڅې وستایلې او په دې برخه کې يې پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.
