د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره وکتل

asad_admin
Tue, Feb 03 2026 9:41 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن ماسپښین د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره ليدنه وکړه.

یاد خیریه بنسټ چې د ټولګټو چارو وزارت مرستیال محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال محترم مجیب الرحمن عمر آخند زاده او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تدارکاتو رئيس محترم مولوي عبدالمتین مولوي زاده او د ځینو نورو مشرانو په نوښت رامنځته شوی، موخه یې د‌ شهیدانو کورنیو سره د‌ مرستو ترسره کول دي.

په دې ليدنه کې‌ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤالدين سعد او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم‌ حضور درلود.

په پیل کې محترم وزیر صاحب د یاد خیریه بنسټ مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل او یادونه یې وکړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسؤلين شپه او ورځ هڅه کوي چې‌ د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو ته په اغېزمن او مؤثر ډول خدمتونه وړاندې کړي.

محترم وزیر صاحب د سید الشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه د خیریه بنسټ د خیر غوښتونکي اقدام ستاینه وکړه  او ټینګار یې وکړ که د اسلامي امارت نور مشران له دې نیک اقدام څخه خبر کړل شي او هغوی په جريان کې واچول شي، بې له شکه به د شهیدانو ورثه وو لپاره اړینې مرستې برابرې کړي.

همدارنګه د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه خیریه بنسټ مسؤلینو هم‌ د خپل بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې دغه خیریه بنسټ د اسلامي امارت د بریا وروسته د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې (۲۰) میلیونه افغانۍ د شهیدانو کورنیو او همداراز په نورو خیریه برخو کې د مرستو او کومکونو په توګه ترسره کړي دي.

محترم مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده هم وویل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅې او فعالیتونه د شهیدانو او معلولینو د کورنیو ستونزو د حل په برخه کې د قدر وړ دي او وزارت په دې لار کې لوی کارونه ترسره کړي دي.

همداراز په دې ليدنه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان وویل: مسلمان یوازې باید د خپل ځان په اړه فکر ونکړي، بلکې د نورو خلکو د مشکلاتو او اړتیاوو په اړه هم پاملرنه ولري.

هغه د دې وزارت په فعالیتونو کې د شفافیت یادونه وکړه او زياته یې کړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره میاشتني نغدي مرستې په بشپړ شفاف ډول ورکول کېږي.

محترم مولوی کلیم‌الله افغان وویل چې وزارت د بودیجې پر اساس په مرکز او ولایتونو کې میاشتني نغدي‌ مساعدتونه د بانکي سیسټم له لارې د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ترسره کوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS