په لوګر ولایت کې د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو له استازو سره غونډه ترسره شوه

asad_admin
Thu, Jan 22 2026 9:02 AM

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقی‌ بالله فضلي، په هغه غونډه کې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د امارتي ادارو مسؤلینو او د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دې غونډه کې محترم مولوي باقی بالله فضلي په لوګر ولایت کې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو وروستي ارقام، نور اړوند معلومات، د هغوی پر وړاندې شته ستونزې، ننګونې او د هغوی د ژوند د ښه والي اړتیاوې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د خیریه بنسټونو له استازو وغوښتل چې د یتیمانو د کفالت او د معلولینو لپاره د ویلچرونو او نورو مهمو مرستو په برابرولو کې فعاله همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS