د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Thu, Jan 22 2026 8:59 AM

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د لسوالیو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم ملا عبدالقاهر فېروز د اداري نظم پر ارزښت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ پر تأمین او د شهیدانو کورنیو او معلولینو چارو ته د ښه او پر وخت رسېدګۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په بشپړې ژمنتیا او احساس مسؤلیت سره ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د ولسوالیو ترمنځ د دوامدارې او رغنده همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو او د کارکوونکو د صادقانه او نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه هم وشوه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS