د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د کاري وړتیا لوړونې ورکشاپ د جوړولو په تړاو مشورتي غونډه ترسره شوه

asad_admin
Wed, Dec 03 2025 9:17 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز ورکشاپ د جوړولو په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه، دغه روزنیز ورکشاپ چې د یوې مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ په لاره اچول کېږي، په هغه کې به د وزارت د مرکزي ریاستونو (۵۰) تنو کارکوونکو ته په مالي او اداري، پروپوزل لیکنې، اداري مراسلاتو او د څارنې او ارزونې په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي.

یاده مشورتي غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د وزارت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، ځینو نورو رئيسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو لپاره د روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې، د یاد ورکشاپ پر لاره اچول یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره یو مهم او اغېزمن ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د ریاستونو رئيسان دی باید هغه کارکوونکي ور وپېژني چې د اداري چارو په برخه کې نیمګړتیاوې لري، څو په اغېزمن ډول هغوی ته رسیدګي وشي. 

همداراز د غونډې ګډونوالو هم د یاد روزنیز ورکشاپ د اغېزمنتیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، د دې ترڅنګ په غونډه کې د دعوت او ارشاد په برخه کې د کارکوونکو لپاره د اصلاحي او تربیوي روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS