په غزني ولایت کې پر (۱۰۸) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Sep 28 2025 9:01 AM
mmd

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۸) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، بوره او نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل، همداراز هر مستحق ته (۴۰۸۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش د خیریه مؤسسې له کړيو مرستو یې مننه وکړه او پر نورو خیریه بنسټونو یې هم غږ وکړ چې د شهيدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS