د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Aug 02 2025 8:48 AM

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین سعد په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په پیل کې، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی آمر کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. له هغه وروسته، هر یو کارکوونکي په خپل وار سره د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

محترم الحاج مولوي علاؤالدین سعد د کارکوونکو له لوري ترسره شوي فعالیتونه او کړنې وستایلې او په یاده برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS