د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت رياست له رئيس سره وکتل

asad_admin
Mon, Jun 23 2025 9:04 AM
mmd

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړۍ په بهیر کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ولایت د‌ مستوفيت له رئيس محترم مولوي محمد رفیق فاروقي سره ليدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د‌ شهیدانو ورثه وو او معلولینو د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړۍد اوسني بهیر څخه ارزونه وکړه او د شته ستونزو د حل، په یاده برخه کې د لازمو سهولتونو د رامنځته کولو او د دواړو رياستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لاپیاوړتیا په هکله خبرې وشوې.

محترم قاري شمس‌الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او له مستوفیت ریاست څخه یې په یاده برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د مستوفیت رئیس هم ډاډ ورکړ چې د شهيدانو ورثه وو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزو ته به پوره رسیدګي وشي او د هغوی لپاره به لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS