د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Jun 21 2025 8:44 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د کاري بهیر د لا ښه والي، مؤثرې همغږۍ او د کړنلارو د دقیق تطبیق په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې د کورنۍ پلټنۍ رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک، د کورنۍ پلټنۍ ریاست د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولوي حبیب الله او اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په ترڅ کې د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د وزارت دننه او په ولایتي ریاستونوکې د کارونو د لا ښه پرمختګ لپاره لازمه ده چې مؤثره او قوي همغږي موجوده وي او ټولې چارې باید د وزارت د اصولو او کړنلارو مطابق ترسره شي، نوموړي زیاته کړه: موږ د داسې خلکو د خدمت مسؤلیت پر غاړه لرو چې هر ډول غفلت یې پر وړاندې یې لوی دنیوي او اخروي مسؤلیت ګڼل کېږي، هغه له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په اخلاص، صداقت او بشپړۍ ایمان‌دارۍ سره خپلې دندې پرمخ یوسي او تر خپل وس دې او د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د شفافو او ښو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

همداراز د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې ټولې چارې باید د وزارت د کړنلارو او مقرراتو سره سم په منظم ډول او په بشپړۍ ژمنتیا سره پرمخ یوړل شي. ځکه همدغه ژمنتیا د کارونو د پرمختګ او شفافیت سبب ګرځي او د ژمنتیا او همغږۍ نشتون نه یواځې د چارو د خنډ او ځنډ لامل کېږي، بلکې یو ستر اخروي مسؤلیت هم رامنځته کوي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د یادو ریاستونو د کاري بهیر د لا ښه والي، شفافیت او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه یې خپلې مشورې وړاندې کړې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS