د لوګر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره نوی رئيس معرفي او په کار یې پیل وکړ

asad_admin
Sat, Jun 14 2025 10:14 AM
mmd

د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي باقي بالله فضلي د لوګر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره د نوي رئيس په توګه کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې يې رسماً پیل کړې.

په هغه غونډه  کې چې په همدې موخه د لوګر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې جوړه شوي وه ، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د لوګر ولايت مقام د کارکوونکو چارو آمر محترم ملا محمد عظیم امیري او د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د لوګر ولايت مقام، د کارکوونکو چارو آمر محترم ملا محمد عظیم امیري وویل: اسلامي امارت د یوه مشترک کور حیثیت لري او موږ ټول باید د الله جل جلاله د رضا او د ولس د خدمت او هوساينې لپاره کار وکړو. نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د پخواني رئيس خدمتونه او هڅې وستايلې او له نوي رئیس سره یې په اړوندو چارو کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS