د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۱۶۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
Tue, Jun 03 2025 3:55 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو راکمولو او هغوی ته د ژوند آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې پر (۱۶۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

یاد ویلچرونه د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید په شتون کې په شفاف او منظم ډول پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو په ورځیني ژوند کې د سهولتونو رامنځته کولو په موخه تر دې مخکې هم په مرکز او ولایتونو کې زرګونو معلولینو ته ویلچرونه وېشلي دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS