د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اومر ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Tue, May 27 2025 11:01 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی د ورځینو اړتیاوو پوره کولو په موخه د اومر ماین پاکۍ مؤسسې سره د (۴۹۹) زره او (۶۲۴) ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ښار په (۱۲)، (۱۳) او (۱۶) ناحیو کې (۲۳۴۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شي.

د همکارۍ دا هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اومر ماین پاکۍ مؤسسې رئیس محترم الحاج فضل کریم فضل ترمنځ لاسلیک شو او د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

د دې مرستو د وېش سره به یتیمان، کونډې او معلولیت لرونکي وګړي وکولای شي چې د خپل ژوند ورځينې اړتیاوې پوره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS