د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژمنو ځوانانو او هوسا ټولنې مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Mon, May 19 2025 3:37 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د ژمنو ځوانانو او هوسا ټولنې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې، د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د (۵۰) تنو کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو لپاره د کورنۍ نانوایي د جوړولو په موخه، اړین وسایل واخیستل شي او د هغوی په واک کې به ورکړل شي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د ژمنو ځوانانو او هوسا ټولنې مؤسسې استازي محترم الطاف الحق رستم زاده تر منځ لاسلیک شو، چې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.

همداراز یادو مېرمنو ته به د کورنۍ نانوایي د وسایلو تر وېش وروسته، د دوو میاشتو په موده کې به د ډوډۍ پخولو عملي زده‌ کړې هم ورکړل شي، ترڅو مېرمنې وکولای شي د نانوایۍ له وسایلو څخه مؤثره استفاده وکړي او د خپلې کورنۍ لپاره عاید پیدا او پر ځان بسیا شي.

د یادونې وړ ده د دې پروژې ټولیز لګښت (۴۵) زره ډالره کېږي او د نه (۹) میاشتو په موده کې به تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS