د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ پلاوي د زابل ولایت پر یو شمېر معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې

asad_admin
Sun, May 04 2025 9:08 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ یو پلاوي، چې د معلولینو د تثبیت آمر محترم حافظ عبدالکریم یې ملتیا کوله، د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې له څلورو تنو مجاهد معلولینو سره له نږدې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یادو معلولینو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او هر مستحق معلول سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

یادې نغدي مرستې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي شفقت او مهربانۍ پر اساس، د هغو (۶۵) تنو مجاهد معلولینو لپاره ځانګړې شوې دي چې د شل کلن اشغال پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، دغه مرستې د شفافې قرعه‌ کشۍ له لارې تنظیم شوې دي او دا څلور تنه معلولین هغه کسان وو چې نومونه یې په قرعه کشي کې راوتلي وو.

په پام کې ده په نورو ولایتونو کې هم د دوو عضو معلولیت لرونکو وګړو لپاره چې نومونه یې د قرعه کشۍ له لارې ټاکل شوي دي، د هغوی سره هم ورته نغدي مرستې ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS