د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کوونکو د شموليت اسناد بیاځلي بررسي شول

asad_admin
Thu, Apr 24 2025 9:39 AM
mmd

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره د نوو شامل شويو زده‌کوونکو اسناد د ټاکل شوې کمېټې له لوري په منظم ډول و ارزول شول. دغه کمېټه، چې د یاد مرکز د رئیس محترم ملا رحمت‌ الله خالد له‌خوا ټاکل شوې وه، په هغه کې د برنامو او همغږۍ آمر محترم حفیظ‌ الحق عمري، د برنامو او همغږۍ مسلکي غړي محترم غلام‌ مرتضی رستمي او د فني او حرفوي زده‌کړو عمومي مدیر محترم محمد خوګیاڼي غړيتوب درلود.

د یادولو وړ ده چې د دې ارزونې اصلي موخه په دقیق ډول د مستحقو او غیر مستحقو زده‌کوونکو پېژندل او د ځینو زده‌کوونکو د اړینو اسنادو د نشتون په نښه کول وو.

د ارزونې په پایله کې یو د شمېر زده‌کوونکو  اسناد چې نیمګړي وو، وپېژندل شول او د اسنادو د بشپړولو لپاره هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS