Victims of latest Terrorist attack in Kabul were helped with Food Ingredients

mmd_admin
Tue, Jul 09 2019 12:09 PM
انځور

د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې له قربانیانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د کمک موسسې په همکارۍ په پلازمینه کې د وروستۍ تروریستي پېښې له قربانیانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي نصیر شرف عبدالرحیمزي د جلالتماب وزیر په لارښوونه له پېښې څو ورځې وروسته د کمک موسسې له غړو سره په مشترکه توګه یاده پېښه کې د ټپي شویو او شهیدانو له کورنیو سره په جلا جلا ډول وکتل او د یاد وزارت د مرستو رسولو په موخه یې د مستحقو کورنیو د موندنې سروې ترسره کړه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او کمک موسسې یادو پر یادو کورنیو د خوراکي توکو یوه، یوه کڅوړه، چې دیارلس ډوله خوراکي توکي پکې شامل وو، ووېشله.

دا مرستې د وزارت د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي عبدالرحمیزي له لوري ټولو کورنیو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شوې.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی، چې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو له کورنیو سره وخت پر وخت د اړتیا وړ مرستې ترسره کړي او د دوی د ځان بسیاینې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي.

د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې له قربانیانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS