په لغمان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۱۵۰) کورنیو باندې سولرونه ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ژوند د وضعیت ښه کولو په موخه، د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږي، پر (۱۵۰) مستحقو کورنيو باندې د لمریزې برېښنا د تولید په موخه سولرونه ووېشل، په دې ترتیب هرې کورنۍ ته دوه سولرونه، سولري پکې او اړوند وسایل ورکړل شول.
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي فیض الله جواد د یادې مؤسسې له کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکې کې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.