د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر له مشرې سره وکتل

asad_admin
Tue, Oct 29 2024 12:13 PM

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي په یاد ولایت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر (اوچا) له مشرې آغلې مرینا سره وکتل، په دې کتنه کې د خیریه بنسټونو او مؤسسو له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ۲۵ سلنه مرستو د تخصیص په هکله خبرې وشوې او له هغې یې وغوښتل تر څو په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې په بامیان ولایت کې د اوچا مشرې هم ډاډ ورکړ چې د اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو د ۲۵ سلنه مرستو د تخصیص موضوع به د ملي او نړیوالو مرستندویه مؤسسو او بنسټونو له استازو سره شریک کړي او د تطبیق په برخه کې به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS