د چارو د لاښه والي او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

nasrat_admin
Sun, May 05 2024 10:02 AM
mmd

یاده غونډه د نورستان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نعيم حکيمي  په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د ولسواليو او د یاد ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد نعيم حکيمي د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د منظور شوې طرحې سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت پروسې، په ۱۴۰۳ مالي کال کې د دې ریاست  پر موخو، پلانونو، او د بوديجې پروخت مصرفولو او په روان کال کې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو، ، د ترتیب شوي لیست پر اساس د کور په کور د تصفیې پروسې پر څرنګوالي او همداراز مستحقو کسانو ته د پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو په تړاو خبرې وشوې.

محترم مولوي محمد نعيم حکيمي  د دې غونډې په ترڅ کې د ياد رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه يو الهي امانت وګڼي او له هر ډول فساد، سرغړونې، غیر قانوني کارونو او غفلت څخه په کلکه ډډه وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS