په کنړ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل شول

nasrat_admin
Mon, Jan 01 2024 4:44 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ یو پلاوی چې د یاد ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله او د دې ریاست دوه مسلکي غړي هر یو محترم محمد شفیق شیرزاد او محترم محمد فاروق ځلاند یې ملتیا کوي، په کنړ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه څیړنه او ارزونه ترسره کړه.

الحاج مولوي نورالحق حقاني د یاد ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته خبرې وکړې او زیاته یې کړه: تاسو تر ټولو نیکمرغه خلک یاست چې د دې مظلوم قشر خدمت کوئ، د خپل مشر اطاعت وکړئ، په پوره اخلاص سره خپل سپارل شوي مسؤلیتونه تر سره کړئ تر څو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوی به د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د شفافیت او د ځینو ستونزو د حل په موخه د یاد ولایت د نرنګ او څوکۍ ولسوالیو ته سفر وکړي.

په پام کې ده چې مؤظف پلاوی به د کنړ ولایت له والي سره د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ستونزو د له منځه وړلو په موخه هم لیدنه وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS