د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, May 15 2023 8:45 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې شول، په دې غونډه کې په یاد وزارت کې د مکافاتو او مجازاتو د اصولو د تطبیق په اړه هراړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د مکافاتو او مجازاتو د تطبیق په برخه کې باید لازم تدابیر ونیول شي او هغه کسان چې په خپلو ورسپارل شویو چارو کې وړتیا ښيي، ستاینه وشي تر څو د نورو لپاره غوره مثال وګرځي او په دې توګه د وزارت پاتې کارکوونکي خپلو چارو د ښه سرته رسولو ته متوجه کړای شي. همداراز هر هغه څوک چې په خپلو دندو کې غفلت او بې غوري کوي، د ادارې له اصولو سره سم په ترتیب سره لومړی توصیه بیا تادیب، په شفاهي او یا کتبي ډول اخطار، کسرمعاش، تنزیل، تبدیلي او بالاخره د نه جبرانېدونکي سرغړونې په صورت کې له دندې څخه ګوښه کیږي.

په دې غونډه کې په یوه کورنۍ کې د څو تنو مجردو شهیدانو د تثبیت نویو فورمو د ترتیب او جوړولو په هکله هراړخیزې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د هغوی د تثبیت فورمې دې په جامع او هراړخیز ډول ترتیب شي تر څو په راتلونکي کې د فورمو په جوړښت کې تغییر او بدلون ته اړتیا ونه موندل شي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یوه کمېټه وټاکل شوه، چې د یادو فورمو د چمتو کولو لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د هغو معلولینو او یتیمانو په اړه چې په ولایتونو کې په الکترونیکي سیستم کې ثبت کیږي او د هویت کارتونه ترلاسه کوي، له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د انتقال په صورت کې د هغوی معلومات د اړوند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست سره شریک شي او د اړتیا په صورت کې، ولایتي رئیسان کولای شي د کار بهیر چټکولو او معلوماتو شریکولو په موخه له وآټساپ څخه کار واخلي.

په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه هغه معلولين چې په دولتي ادارو کې په رسمي توګه په دندو ګمارل شوي دي هم کولاى شي د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مياشتنيو نغدي مرستو څخه برخمن شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS