ښاغلې مولوي صدوخان د فلجیانو او لاوارثو یتیمانو د پالنې مرکز د رئیس په توګه خپله دنده پیل کړه

nasrat_admin
Wed, Nov 23 2022 10:06 AM
mmd

ښاغلی مولوي صدوخان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وړانديز د ریاست الوزرا د حکم  پر اساس د نوموړي وزارت د فلجیانو او لاوارثو یتیمانو د پالنې مرکز د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپیژندل شو.

د معرفي په دې مراسمو کې د یاد وزارت د بشري سرچینو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي، د نوموړی وزارت د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند او همدارنګه د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش هم ګډون درلود.

د یادو مراسمو په لړ کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د تشکیل په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د کارکوونکو د تشکیل لوړول یې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو وګڼل.

نوموړي همداراز ښاغلې مولوي صدوخان ته د فلجیانو او لاوارثو یتیمانو د پالنې مرکز د رئیس په توګه د چارو په ښه توګه پر مخ وړلو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

همداراز د مراسمو په لړ کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش، ښاغلې مولوي صدوخان ته د نوې دندې مبارکي وویله او له هغې وغوښتل تر څو معلولینو او لاوارثه یتیمانو ته د پاتې حرفوي زده کړو د فعالولو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ښاغلی مولوي روح الله نصرت د لاوارثه یتیمانو او فلجیانو د پالنې د مرکز رئیس په توګه دنده ترسره کوله، نوموړي په یاد مرکز کې معلولینو او لاوارثه یتیمانو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي وو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS