د شهیدانواومعلولینو چارو وزارت د رهبرۍ لخوا د ظرفیت لوړونې ورکشاپ درې اتیا تنو ګډونوالو ته تصدیق نامې ورکړل شوې

nasrat_admin
Thu, Oct 20 2022 3:23 PM
mmd

یاد روزنیز ورکشاپ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د آمریت له لورې په لاره اچول شوی وو چې په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته په دوو مرحلو کې د اداري اساساتو او پلان جوړونې په برخه کې په دوه اونېو کې روزنه ورکړل شوه او په پای کې د وزارت د رهبرۍ لخوا د ورکشاپ ګډونوالو ته د یوې غونډې په ترڅ کې تصدیق نامې وویشل شوې.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند، د یاد وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو رئیسانو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ولایتي رئیسانو اوکارکوونکو لپاره د دې ډول روزنیز پروګرامونو په لاره اچول مهم او اړین ګام وباله، او زیاته یې کړه: د یاد ورکشاپ څخه د ګټې اخیستنې سره به یاد کارکوونکو وکولاې شي د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو او د هغوی کورنېو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکي وهڅول تر څو د مراجعینو سره له غوره اخلاقو څخه کار واخلي او خپلې چارې په ښه توګه پرمخ یوسي.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان هم چې په یادې غونډې کې ګډون درلود، ویې ویل: کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو او د مهارتونو د لوړولو په برخه کې باید لاډیرې هڅې وشي، نوموړي د بشري سرچینو ریاست لخوا پرانیستل شوی روزنیز ورکشاپ یو مهم نوښت وباله او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د انسټیټیوټ څخه راغلي ترینرانو څخه یې مننه وکړه، هغه همداراز د خبرو په ترڅ  د ریاستونو تر منځ پر همغږۍ هم ټینګار وکړ.

په یادې غونډه کې د ملکي خدمتونو د انسټیټیوټ رئیس مولوي عبدالرحیم احسان د نوموړي انسټیټیوټ په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ورکشاپ له ګډونوالو څخه يې وغوښتل ترڅو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره په مالي او معنوي برخه کې د  وزارت د کړنلارې سره سم اړین خدمتونه وړاندې کړي.

 ددې غوڼدې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د یاد وزارت د لاسته راوړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د معلولیت لرونکو او یتیمانو د تثبیت لړۍ پيلول، د یاد وزارت د کارکوونکو د تشکیلاتولوړول، د نوموړي وزارت د کارکوونکو لپاره د دندو د لایحو جوړول او په مالي، تدارکاتي او اداري برخو کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د ورکشاپونو په لاره اچول د یاد وزارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.

نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته اداري اصول، مکتوب لیکنې او پلان جوړونې په برخه کې د مهارتونو زده کړه د دې رونیز ورکشاپ اصلي موخه وبلله.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش هم د یاد روزنیز ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل تر څو هغه مهارتونه چې په یاد ورکشاپ کې یې زده کړي دي د چارو پر مخ وړلو کې په ښه توګه ترې ګټه واخلي.

د غونډې په پای کې د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي ګل خان احسان د روزنیز ورکشاپ د ګډونوالو پر استازیتوب خبرې وکړې او د کارکوونکو د ظرفیت د لوړونې په برخه کې یې د دا ډول رونیزو ورکشاپونو په لاره اچول مهم او اړین وبلل.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS