د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر نږدې دوه سوه او دیرش بېوزلو کورنېو باندې نغدي مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
Wed, Oct 12 2022 3:57 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر نږدې (۲۳۰) بېوزلو کورنیو باندې نغدي مرستې وویشل شوې، یادې نغدي مرستې د هغه خیریه بنسټ لخوا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي په (۱۵۸) یتیمانو او (۶۶) کونډو چې د هرې کونډې لپاره (۹۰۰۰) او د هر یتیم لپاره (۸۰۰۰) افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ پر مستحقو کسانو وویشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست د یتیمانو او کونډو سره د شویو مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا خیریه بنسټ چې نه غواړي نوم یې په رسنېو کې خپور شي په پام کې لري تر څو د مرکز په ګډون په څلور دیرشو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ، په هرو دریو میاشتو کې یو ځل ورته مرستې د یتیمانو او کونډو کورنېو سره ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS