د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ځانګړي پلاوي په سرپل ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

nasrat_admin
Mon, Sep 19 2022 3:49 PM
mmd

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان چې د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ سرپل ولایت  ته د شهیدانو او معلولینو ریاست د څارنې او ارزونې په موخه سفر کړی، په نوموړي  ولایت کې د دغه ریاست د ارزونې پرمهال خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې تر ټولو اړمن قشر دی او باید  د هغوې د حقوقو او امتیازاتو په ورکړه کې هیڅ ډول خنډ او ځنډ رامنځته نشي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د یتیمانو او معلولینو  د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د نورو دولتي ادارو په پرتله د دغه مظلوم قشر لپاره ځانګړې پاملرنه کړې ده.

نوموړي وویل، اړوند مسوولین دې د یتیمانو د وکیلانو له خوا د یتیمانو حقوقو او امتیازاتو د ورکړۍ څرنګوالې وڅیړي تر څو یتیمان خپل حقوق په ښه توګه  ترلاسه کړي. نوموړي د اړوند رياست له کارکوونکو وغوښتل، چې له مراجعينو سره  ښه چلند وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو  عمومي رئیس سره راغلي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په اړه پوښتنې وکړې.

د سرپل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس ملا سيف الرحمن ابو طلحه د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په باب خبرې وکړې او د جعلکارۍ په تور يې د څو تنو نيول کيدو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې نیول شوي کسان د څیړنې په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي. نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ، چې د یاد ریاست کارکوونکي پر وخت او په شفاف ډول سره د خدمتونو په وړاندې کولو کې خپلې ټولې هلې ځلې کوي.

د نوموړي پر وينا، دوې په یاد ریاست کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په موخه کمېسيون رامنځته کړې، تر څو په ولسوالېو کې د دې رياست چارې او فعاليتونه وڅېړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په موخه د سرپل ولایت له والي مولوي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره هم وکتل، په یاده کتنه کې د نوموړي ولایت والي د یتیمانو او معلولینو د ستونزو او ننګونو د حل په موخه د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS