د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Sep 05 2022 2:30 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شول په هغې کې د تیر انقلاب او اوسني نظام د کونډو، یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د شمېر په هکله بحث وشو، چې د اټکل له مخې په ټول هېواد کې د (۷۰۰) څخه تر (۸۰۰) زرو په شاوخوا کې د تیر انقلاب او اوسني نظام کونډې، یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي شتون لري، په همدې موخه د کوڼدو، یتیمانو او معلولینو د کره شمېرې او بشپړ معلوماتو د راټولولو په موخه د معلولینو او شهیدانو چارو ریاستونو ته دندې وسپارل شوې تر څو په دې هکله معلومات راټول او چمتو کړي . همداراز په یاده غونډه کې د یتیمانو وکیلانو لخوا د یتیمانو د حقوقو د ورکړې پر موضوع هم بحث وشو چې په پام کې ده د یتیمانو وکیلانو له خوا د حقوقو د ورکړې پروسه په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلاوي لخوا په هر اړخیز ډول وڅیړل شي تر څو د یتیمانو د حقوقو له ضایع کیدلو څخه مخنيوی وشي.

د یادونې وړه ده چې د رهبري شورا په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیتابیس په سیسټم کې د یتیمانو او معلولینو د ثبت د تکراریدو د مخنیوي په موخه هم خبرې اترې وشوې او په دې موخه پلاوی وټاکل شو تر څو یادې ستونزې ته د رسیدنې په موخه د دې برخې عملي چارې د مرکز او جوزجان ولایت څخه پیل کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS