د معلولینو د ملي څېړنې انسټیټیوټ څخه لیدنه!

farahmand_admin
Mon, Nov 29 2021 11:33 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو معین مولوي عبدالرزاق اخوند د چهارشنبې په ورځ د معلولینو ملي څېړنیز انسټیټیوټ څخه لیدنه وکړه.

 

  ښاغلي عبدالرزاق اخند د معلولينو ملي څېړنيز انسټيټيوټ له پنځو رييسانو څخه د معلولينو ملي انستيتوت د فعاليت، ظرفيت او څرنګوالي په اړه عمومي معلومات وغوښتل.

 

د معلولینو ملي څېړنیز انسټیټیوټ آمرینو ښاغلي اخوند، مولوی کلیم الله افغان د مالي او اداري چارو رییس  او محمد موسی صدیقي د بشري سرچینو رییس ته د ځوابونو په ورکولو سره د کار او خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالي په اړه معلومات هم ورکړل.

 

د غونډې په پای کې د ياد انسټيټوټ له څانګو او تاسيساتو څخه د ليدنې پر مهال له هغو معلولينو سره چې د معلولينو په ملي څېړنيز انسټيټيوټ کې ول نظريې واورېدې او پر معلولينو يې نغدي مرستې هم ووېشلې.

 

مولوي عبدالرزاق اخوند او رییسانو ژمنه وکړه، چې د شهيدانو وارثینو او معلولينو لپاره به لا زيات خدمتونه کوي او د معلولينو ملي څېړنيز انسټيټيوټ به خپلو کارونو ته دوام ورکوي

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS