د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مشرتابه شورا غوڼده ترسره شوه

farahmand_admin
Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
شورای رهبری

شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ ۱۲ مه نېټه

د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مشرتابه شورا غونډه د ښاغلې پوهنمل حمیدالله فاروقی (د شهیدانو او معلولینو د چارو وزرات سرپرست او نامزد وزیر) په مشرۍ ترسره شوه.

دغه غونډه، د شهیدانو اومعلولینو د ورثې سندونو د څرنګوالو د معلومولو لپاره همدارنګه  په ولایتونو کې د دوی د حقونو له ورکولو څخه څارنه، د استخدام پروسې د پرمختګ څرنګوالی او د نظارتي راپورونو په هکله چې باید له یو ادرس (One Stop Shop) څخه وي، خبرې وشوې.

ښاغلی پوهنمل حمیدالله فاروقې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست، د نظارت او ارزونې هیئت د راپورونو له اورېدلو څخه وروسته د شهیدانو او معلولینو د ورثې د سندونو پر بررسي او همداراز د موجودو ستونزو پر حل باندې ټینګار وکړ.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت سرپرست وویل: هغه ستونزې چې  د شهیدانو او د معلولیت لرونکو وګړو ورثې د حقونو د ورکولو په برخه کې شتون لري، د دوی د سندونو له بررسي او تطبیق څخه وروسته به هوارې شې. کېدای شي په دغه ډله کې د هغو شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو سندونه هم شامل وي، چې له  ۱۳۵۷ څخه وروسته تر ۱۳۹۹ لمریز پورې وي.

دغه لارښوود، د حقونو د ورکولو د موجودو ستونزو د حل لپاره، د شهیدانو او معلولینو د وزارت په واسطه د  شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د ورثې د سندونو د څېړنې او ارزونې د کمېټې په همغږیو سره د ولسمشرۍ عالي مقام له حکم سره توظیف، ترتیب او د لاسلیک لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته ور ولېږدول شو.

په دغه غونډه کې، د حقونو د ورکولو څرنګوالی، معلولیت لرونکو وګړو ته همدا راز شهیدانو وارثینوته په ځانګړي توګه د نظامیانوپه برخه کې د قناعت وړ و او اړوندو برخوته هدایتونه ورکړل شول چې د کال د نمیايي غونډو په بررسیو کې باید اړتیاوې او کموالۍ تر نظر لاندې ونیول شي.  

په همدې ترتیب، په دغه غونډه کې د مرکز او ولایتونو د تشکیلاتو د اړتیاوې په هکله هم خبرې وشوې او بشري منابعو ته هدایت ورکړل شو چې په مرکزي برخو کې د کارکوونکو د کموالو او په ولایتونو کې د آمریتونو د کموالو په برخه کې پاملرنه وکړي او د ضرورت پر اساس کارکوونکي وګوماري

په دغه غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو سرپرست، د ارزونې او نظارت هیئت د راپورونو تر اورېدلو وروسته وویل: د دې راپورونو پر بنسټ د یو آدرس مرکز( one stop shop  ) د خدمتونو د رسولو په برخه کې تر اوسه هم ستونزې موجودې دي او باید د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.

ښاغلی فاروقي د دې مرکز د فعالیتونو او موخو د مطالعې لپاره، یوه کمېټې ته دنده ور وسپارله چې هم د دې مرکز له خدمتونو څخه او هم د شهیدانو او معلولینو د پروسیجرونو( قدمه ها) سندونه تر مطالعې لاندې ونیسي بیا تر مطالعې او ارزونې وروسته خپل ځانګړي وړاندیزونه د پروسې د لنډولو او آسانولو لپاره په راتلونکي ناسته کې وړاندې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS