د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د پيامبر اعظم بياپياوړتيا مرکز څخه ليدنه وکړه

sadiq_admin
Thu, Jun 10 2021 8:54 AM
ds

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د پيامبر اعظم بياپياوړتيا مرکز څخه ليدنه وکړه

چهارشنبه، غبرګولي۱۹مه، ۱۴۰۰

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د پيامبر اعظم بياپياوړتيا مرکز د خدمتونو له څرنګوالي څخه ليدنه وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د ياد مرکز د ډاکترانو او چارواکو د ستونزو، غوښتنو، نظرونو او وړانديزونو د اوريدو ترڅنګ، هغوی ته لارښوونه وکړه چې د چارو او خدمتونو د لا ښه والي لپاره د کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړي ددې مرکز پر لا فعاليدو او ګټور کيدو باندې ټينګار وکړ او اړونده ډاکترانو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د معلوليت لرونکو وګړو د فزيکي بياپياوړتيا، رواني او حسي تداوۍ په تړاو دې له مراجعينو سره په مهربانۍ او نرم چلند کوي.

پر همدې بنسټ د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د مرکز ډاکترانو کارکوونکو او مراجعينو د کرونا ناروغۍ څخه د مخنيوي لپاره دې هم اړين او ځانګړي تدابير ونيسي او د هغوی لپاره روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS