په ولايتونو کې به د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول د پلازمينې په څیر ګړندي شي

sadiq_admin
Wed, Mar 31 2021 8:56 AM
sa

په ولايتونو کې به د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول د پلازمينې په څیر ګړندي شي

د ولایتي آمرينو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې په اړه جوړ شوی درې ورځنی ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر په وینا پای ته ورسید.

د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي د دریو ورځو په بهير کې د ولایتي آمرينو د هڅو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دې دا ډول روزنیزو ورکشاپونو په لاره اچولو سره به کاري ظرفیتونه لوړ او د معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره به تجربې شريکې او وړتیاوې لوړې شي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د ولایتي آمرينو ټولې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه يې یو په یو ليکلي او د مشرتابه او مرکزي چارواکو لخوا تر ډلبندۍ وروسته به هراړخيزه رسيدنه ورته وشي.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، له بده مرغه چې په هېواد کې د جګړې له امله د شهیدانو او معلولینو شمیر زياتېږي او دا ددې لامل کېږي چې د هغوی د حقونو د تامين او ورکړې لپاره زيات او ريښتيني کار وکړو.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د شهیدانو وارثين او معلولین د ټولنې تر ټولو ډېر اړمن او د خواخوږۍ وړ قشر دی، کوم چې دوی د خپل هیواد او ملت د پايښت او هوساینې لپاره بې شمیره قربانۍ ورکړې دي او هیله من يم چې په ولايتونو کې ددې قشر لپاره د اړونده چارواکو لخوا کارونه په چټکۍ ترسره او له ځنډ او خنډ څخه مخنيوی وشي.

ښاغلي فاروقي د ولايتي امرينو د ستاینې ترڅنګ له هغوی سره لازمې لارښوونې او تګلارې شريکې کړې، څو په دې سره په ولايتونو کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې چټکتيا او روڼتيا رامنځته شي.

دده په خبره، چې دغه وزارت ته په راتلو سره يې اصلي موخه د چارو ښه سمبالښت او یو بنسټيز او هراړخیز بدلون راوستل دي.

ښاغلي فاروقي وویل، چې په پلازمینې او ولایتونو کې د وزارت ټولې لاسته راوړنې د اړوندو چارواکو د نه ستړې کیدونکو هڅو پایله ده او په ژمنتیا، ټیمي کار او ښه اخلاص سره دغه لاسته راوړنې نورې هم پراخېدلی شي.

د ورکشاپ په پای کې، ولايتي آمرينو ته د چارو په ښه ډول ترسراوي له امله، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري هئيت لخوا ستاينليکونه هم ورکړل شول.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS