د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

sadiq_admin
Mon, Mar 15 2021 9:13 AM
s

د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جنډر آمريت او د ښځو پروړاندې د تاوترېخوالي د مخنیوي ایتلاف په همکارۍ نن د یکشنبې په ورځ د کب په ۲۴تمه په کابل سټار هوټل کې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

په دغه نمانځغونډه کې ویناوالو د ښځو پر وړاندې د شته ننګونو، ستونزو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د افغان میرمنو لپاره يې د حقونو او بشري ارزښتونو په ترلاسه کولو ټينګار وکړ.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جنډر سلاکارې اغلې صفیې صدیقي لومړی د ښځو نړيوالې ورځې په ویاړ ټولو افغان ميرمنو ته مبارکي وويله، په دې هکله په جوړو شويو مراسمو کې يې د هغوی له ګډون څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، ډېر د وياړ ځای دی چې افغان ميرمنې له محدودیتونو سره سره بيا هم تسليم نه شوې او په ناسته کې يې په خورا ليوالتيا ګډون وکړ.

د آغلې صديقي په خبره، چې اوس هم میرمنې باید د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي، د بریالیو میرمنو تجربې وکاروي او د هیواد په پرمختګ کې رغنده برخه واخلي.

نوموړې د معلوليت لرونکو ميرمنو په هکله د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پلانونو او برنامو یادونه وکړه او هغوی ته يې د معیاري خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د لاسنیوي او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې میرمن سیما ثمر د وينا پر مهال وویل: د مارچ اتمې (د ښځو نړيواله ورځ) نمانځل دا معنی لري، چې د ښځو پر وړاندې د موجودو ستونزو، خنډونو او ننګونو یادونه وکړو او په ګډه يې د هواري لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړو.

همدارنګه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنرې، میرمن بنفشه یعقوبي هم په ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د میرمنو پر عادلانه ګډون ټینګار وکړ.

د نمانځغونډې په وروستۍ برخه کې د تیاتر ګروپ ممثلينو د افغان میرمنو ژوند په انځوريزه بڼه تمثيل کړ او د هغوی د قربانیو او سرښندنو يادونه يې وکړه.

په پای کې معلولیت لرونکو او بریاليو وګړو د خپل ژوند تجربې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې او د ښځو په تړاو يې په ګډ کار، مبارزې، همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS