د کب نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ ونمانځل شوه

sadiq_admin
Sun, Feb 28 2021 9:21 AM
سط

د کب نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ ونمانځل شوه

نن شنبه د (کب میاشتې ۹ نېټه) چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې سره برابره ده، د شهيدانو او معلولينو چارو د سرپرست وزير پوهنمل حمید الله فاروقي او نورو مسولینو له لوري د یوې غونډې پر مهال ونمانځل شوه.

په پیل کې ښاغلي فاروقي ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د کب د نهمې په ویاړ د مبارکۍ مراتب وړاندې کړه وویل: د افغانستان وسله وال ځواکونه د لوړ مورال او هېوادني احساس خاوندان دي، چې د سیمې په کچه یو بې ساری ځواک ګڼل کېږي او د هېواد، خاورې، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس ساتنې او دفاع په مقدسه جګړه کې یې سرښندنې او اتلولۍ د ډېرې ستاینې او قدرداني وړ دي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې وسله وال ځواکونه زموږ ویاړونه دي. د خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو د دفاع په لاره کې ترهګرو او ترورېزم سره لومړۍ کرښه کې په شدیده جګړه بوخت دي او باوري یو، چې د خدای ج په فضل، خپل لوړ مورال او د ولس د دعا په برکت به بريا د دوی په برخه وي.

ښاغلي فاروقي له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې د ژغورنې له دغو سپېڅلو پرښتو بشپړ ملاتړ وکړي او دښمن سره په سپېڅلې جکړه کې یې یوازې پرېنږدي. زیاته یې کړه، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تېر په څېر ژمن دي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو نه هېرېدونکو قربانیو او سرښندونو ته د درناوي په ویاړ یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ حقوق او امتیازات پر خپل وخت ورکړي، اولادونو ته یې د زده کړو او د ژوند نورې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

د ښاغلي فاروقي او د وزارت مرستیالانو د غونډې په وروستۍ برخه کې یو شمېر سرتېرو ته د دوی د غوره خدمتونو او زړورتیا د قدردانۍ او ستاینې په موخه د کب د نهمې په مناسبت د ګلونو ګېډۍ او ستاینلیکونه ورکړل.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS