د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د وزارت مسولینو او کارکوونکو سره تعرفي لیدنه وکړه

sadiq_admin
Wed, Jan 27 2021 3:07 PM
ss

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د وزارت مسولینو او کارکوونکو سره تعرفي لیدنه وکړه

نن چهارشنبه د (سلواغی میاشتې ۸ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د وزارت مرستیالانو، رئيسانو، مشاورینو او کارکوونکو سره وکتل؛ د غوره همغږۍ د را منځته کولو پر څرنګوالي او پر وخت د خدمتونو ترسره کولو په اړه يې خبرې وکړې.

ښاغلي فاروقي لومړی د وزارت د اړتیاوو، ستونزو، خنډونو او شته سرچینو په اړه خبرې وکړې او وویل: د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینه ده، چې یوه منظمه، اغېزناکه او ځواب ویوونکې اداره ولرو؛ څو د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ننګونو سره مقابله وکړو.

ښاغلي فاروقي د حساب ورکوونکې او همغږې ادارې د رامنځته کولو لپاره په مشترکو هڅو او همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د قانوني مسؤلیتونو سربېره ټول باید د شهیدانو وارثینو او معلولینو پر وړاندې خپل انساني او ملي مسؤلیتونه ادا کړو او د شهیدانو ورثې او معلولینو لپاره د هېواد د نورو وګړو په څېر د عزت او عدالت پلوه ژوند لپاره زمينه برابرول مو ګډ مسوليت دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د حساب ورکول، د مسؤلیتونو ترسره کول، د روڼتيا ټينګښت، د قانون سره سم د چارو بشپړولو په اړه ګډونوالو سره خپلې نظرونه شريک او زياته يې کړه، چې د اصلاحاتو راوستلو او د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به په پوره ژمنتيا کار کوو، څو د قناعت وړ پايلې ترلاسه شي.

د ناستې ګډونوالو هم د چارو د ښه والي په موخه خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت مشرتابه سره شریک کړل او په دې برخه کې يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS