دولتي ورځپاڼو سره د همغږۍ او همکارۍ پراختیا اړینه ده

sadiq_admin
Thu, Oct 01 2020 9:43 AM
ffs

دولتي ورځپاڼو سره د همغږۍ او همکارۍ پراختیا اړینه ده

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د دولتي ورځپاڼو عمومي رییس فرید احمد فرهنګ سره وکتل؛ د همکاري او همغږۍ پر پراختیا یې خبرې وکړې.

ښاغلي فرهنګ د دولتي ورځپاڼو د شالید، فعالیتونو او په دې برخه کې د رامنځته شویو اصلاحاتو او پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړه، وویل چې د دولتي ورځپاڼو په مدیریت، محتوا، چاپ او نورو برخو کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شوي، هڅه یې دا ده، چې دغه لړۍ نوره هم پراخه کړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغان اعلاناتو له لارې به د دې وزارت اعلانات او د ورځپاڼو له لارې به یې د خبرونو او نورو فعالیتونو د خپراوي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي. همدارنګه وزارت او د شهیدانو او معلولینو چارو ولایتي آمریتونو ته به یې هم پر وخت دولتي ورځپاڼې استوي.

ښاغلي آریوبي د دولتي ورځپاڼو او افغان اعلاناتو په برخه کې رامنځته شوي اصلاحات وستایل وویل، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ټول تدارکاتي اعلانونه به له دې وروسته افغان اعلاناتو ته استول کېږي او د اړتیا وړ دولتي ورځپاڼو ترلاسه کولو لپاره به هم یو مېکانېزم جوړ شي.

ښاغلي آریوبي د دولتي سکتور ملاتړ د ټولو مشترک مسولیت وګاڼه او د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په ټینګښت او پراختیا یې تاکید وکړ.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS