MMD Signed MoU(s) with Aziz Bank and 14 National & International Organizations

mmd_admin
Thu, Sep 19 2019 1:00 PM
۱

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، عزیزي بانک او د معلولیت اړوند (۱۴) ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو تر منځ د همکارۍ دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوه!

۲۸ د وږي ۱۳۹۸

حکومت د رسنیو مرکز- کابل

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي، عزیزي بانک او د معلولیت اړوند څوارلسو ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو د مسوولینو تر منځ نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شوه.

د معلولیت اړوند دغه موسسې په افغانستان کې فعال دفترونه او کارکوونکي لري او د معلولیت لرونکو وګړو د فزیکي بیارغونې، زده کړو، ځانګړو تعلیماتو، اقتصادي پیاوړتیا، په ټولنه کې د دوی د ادغام، سیاسي مشارکت، د بدن د مصنوعي غړو جوړولو، ورزش، رواني بیارغونې، ټولنیزو رواني مشورو او فرهنګي برخو کې فعالیت او خدمتونه وړاندې کوي.

د دغو موسسو فعالیتونه د افغانستان نږدې ټول ولایتونه تر خپل پوښښ لاندې نیسي او د معلولیت لرونکو وګړو د ځان بسیاینې او په خپلو پښو دردېدو لپاره په یادو برخو کې مختلف خدمتونه ترسره کوي.

د معلولیت په برخه کې د یادو فعالو موسسو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تر منځ دغه دوه اړخیز هوکړه لیکونه په دې موخه لاسلیک شوه، تر څو د وزارت او یادو موسسو تر منځ د همغږۍ، دوه اړخیزې همکارۍ، ګډو کاري پلانونو رامنځته کولو، کاري سیمو پوښښ، د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاوو معلومولو او ورته د رسیدکۍ او د کیفیت څرنګوالي په اړه ډاډ ترلاسه شي. همدارنګه دغه هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته د دې زمینه برابروي، چې معلولیت لرونکو وګړو ته ټول خدمتونه د معلولیت لرونکو وګړو او د هېواد د جغرافیې پر بنسټ په ښه توګه مدیریت کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه موسسې به په هېواد کې د خپلو ترسره کړیو فعالیتونو معلومات د همغږۍ او دوه اړخیزې همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره وخت پر وخت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره شریکوي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو ورکړې په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه عزیزي بانک سره هم هوکړه لیک لاسلیک کړ او له دې وروسته د ټولو شهیدانو وارثین او معلولین چې په عزیزي بانک کې بانکي کارت ولري، کولای شي له دې بانک څخه په مرکز او ولایاتو کې خپل کلني حقوق په ساده او اسانه توګه ترلاسه کړي.

عزیزي بانک سره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه دا ده، چې یاد قشر له دې بانک څخه د (ATM یا په اتومات ډول د پیسو ورکړې ماشین) څخه هر مهال او هر ځای خپل حقوق ترلاسه کړي.  همدارنګه د عزیزي بانک کارت لرونکي معلولین او د شهیدانو وارثین په ولسوالیو کې هم کولای شي د (POS) ماشینونو څخه هم خپل معاشات واخلي. د عزیزي بانک د (POS) خدمتونه د افغانستان په ۲۰۰ ولسوالیو کې فعال دي. سربېره پر دې عزیزي بانک د (SMS) یا پیغام سیستم هم فعالوي، چې د شهید د وارث یا معولیت لرونکي شخص بانکي حساب کې د پیسو له جمع کېدو سره به یې موبایل ته په اتومات ډول د خبرتیا پیغام لېږل کېږي او اړ نه دي، چې مرکز ته د خپلو معاشاتو د اخیستو لپاره راشي. دوی کولای شي په خپلو اړوندو سیمو کې یې هم ترلاسه کړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ مرکز، پالیسۍ جوړونکي او مدیریت کوونکي بنسټ په توګه غواړي چې معلولیت لرونکو وګړو لپاره د هېواد په کچه مرکزي ډېټابېس رامنځته کړي، چارې معیاري او اسانه کړي او اړوندې پالیسۍ او پلانونه جوړ او د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې فعالو او بسپنه ورکوونکو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د معلولیت لرونکو وګړو د ژوند د ښه والي په موخه کاري اړیکې ټینګې او لا پراخې کړي. دا وزارت ملي او نړیوالو مشارکینو لپاره د همغږي کوونکي بنسټ نقش لري.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رسنیز دفتر

۱

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS