د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي نن سه شنبه د (زمري ۲۹) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ژوند د ښه والي لپاره ګډ کار، همغږۍ او همکارۍ ته ژمن یو
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي نن سه شنبه د (زمري ۲۹) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې یې ښاغلي عمرا خان منیب ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس د سلاکار په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او خوښي یې وښوده، چې د یاد قشر په برخه کې یو باتجربه شخص ته دا مسولیت ورسپارل شوی دی.
ښاغلي آریوبي د جمهور رییس سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ژوند د ښه والي لپاره ګډو طرحو او پلانونو جوړولو، مشترک کار، همغږۍ او همکارۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
ښاغلي عمرا خان منیب د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د جلالتماب وزیر ترسره کړي او روان خدمتونه وستایل او د مننې تر څنګ یې پر مشترک کار، همغږي او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.