د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د حنالاهود نړیوال کپ وګاټه
د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د حنالاهود نړیوال کپ وګاټه
د معلولیت لرونکو وګړو د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې ۵ هېوادونو ته په ماتي ورکولو سره دغه جام په خپل نوم کړ.
د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې تېره ورځ هېواد ته راستنه شوه چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د لوړپوړو چارواکو لخوا یې هر کلی وشو.
دغه سیالۍ د میزان له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې د لبنان هېواد کې په لاره اچول شوې وې، چې په کې افغان لوبډلې خپلو سیالو لوبډلو لېبیا، فلسطین ، سوریه او لبنان ته په ماتې ورکولو سره د (حنالاهود) نړۍ وال کپ هېواد ته راوړ.
دا دوهم ځل دی چې د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډله د (حنالاهود) نړیوالې سیالۍ ګټي.